وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د ۳۰ کلنې ملکي اټومي همکارۍ تړون په رسمي ډول تصویب کړی دی. د تړون له مخې به سعودي عربستان د ملکي اټومي انرژۍ پروګرام رامنځته کړي او په احتمالي ډول به د خپل هېواد دننه د یورانیمو د غني کولو زمینه هم برابره شي.
د راپور له مخې، په دې تړون کې د امریکا له لوري د ملکي اټومي بټیو جوړول، د اټومي خوندیتوب پرمختللې ټکنالوژۍ لېږد او د سعودي متخصصینو روزنه شامله ده. امریکايي چارواکي وایي، دغه پروګرام به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) تر څارنې لاندې عملي کېږي او موخه یې د سعودي د انرژۍ سرچینو متنوع کول او پر تېلو د اقتصادي تکیې کمول دي.
د ټرمپ ادارې دغه تړون د ایران د نفوذ د مهار او له سیمهییزو متحدینو سره د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا مهم ګام بللی دی.


