خلیل الحیة د حماس غورځنګ د نوي مشر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي، چې اوسمهال د دوی لومړیتوب د جګړې او اشغال بشپړ درول دي.
نوموړي ټینګار کړی چې هر ډول سیاسی هڅې او تفاهمات باید د لنډمهاله اوربند پر ځای د جګړې بشپړ پای، د فلسطیني ولس کړاوونو کمولو او د ملکیانو خوندیتوب لامل شي.
الحیة همداراز زیاته کړې، چې حماس د ډیپلوماټیکو اړیکو او ولسي تحرکاتو له لارې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او بېلابېل پلانونه لري، ترڅو د فلسطیني ولس تلف شوي حقوق بېرته ترلاسه کړي.


