الجزیرې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اروپایي ټولنه د لوړو ګمرکي تعرفو او نوو سوداګریزو اقداماتو په پلي کولو ګواښلې او ویلې یې دي، چې بروکسل به د ګوګل پر وړاندې د وروستۍ پرېکړې «درنه بیه» پرې کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اروپایي ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې د ګمرکي تعرفو د لوړولو او نوو سوداګریزو څېړنو د پیلولو په ګډون به پر دغه ټولنه نوي اقتصادي اقدامات وکړي.
ټرمپ ویلي، اروپایي ټولنه به د خپلو وروستیو پرېکړو له امله «خورا درنه بیه پرې کړي».
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې اروپایي ټولنې د انحصار ضد قوانینو د نقض په تور پر ګوګل شرکت یو میلیارد ډالره جریمه ولګوله.
ټرمپ د دغې پرېکړې په غبرګون کې بروکسل تورن کړی، چې د امریکايي شرکتونو پر وړاندې ناعادلانه چلند کوي او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن به د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره مناسب ځوابي اقدامات ترسره کړي.


