د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پنځه ورځني نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، ټکنالوژي د اوسني عصر مهمه اړتیا ده او د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بنسټیز رول لري.
نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې د دولتي ادارو د اسنادو د برېښنايي کېدو رسمي بهیر دئ ژر تر ژره پیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې په صنعت او نورو بېلابېلو برخو کې د عصري ټکنالوژۍ پراخ استعمال د هېواد د پرمختګ لپاره اړین دی.
ملا برادر زیاته کړه، د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د هېواد د ټکنالوژۍ د ودې او نوښتونو د معرفي کولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.


