د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دمشق ته د خپل سفر پر مهال د سوریې له چارواکو سره په لیدنه کې د دغه هېواد پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي، چې د اسرائیلو له لوري د سوریې د حاکمیت نقض او په اشغال شوي جولان کې اقدامات د منلو وړ نه دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني هم له اسرائیلو غوښتي، چې له هغو سیمو، چې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې یې نیولې دي، بېقیده او بېشرطه ووځي.
ګوترېش همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سوریې د انتقال پړاو او د دغه هېواد د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.


