د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني، «حکومت د رسنیو په هنداره کې» برنامې د پرانیستې په مراسمو کې د بدخشان وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، د هرې امنیتي پېښې د ارزونې لپاره باید د هغې شالید، د ملاتړ کوونکي لوري او موخې په دقت وڅېړل شي. هغه ټینګار وکړ، چې د دغو پېښو تر شا د خلکو ملاتړ نشته او د جګړې په اړه خپرېدونکي ادعاوې تر ډېره افواهات دي.
نوموړي وویل، هغه کسان چې د جګړې او ناامنۍ هڅه کوي، په تېر کې هم خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او د خلکو له ملاتړ څخه بېبرخې دي. هغه زیاته کړه، اسلام او افغانیت ته ژمن کسان د تاوتریخوالي او ورانکارۍ لاره نه خپلوي او د هېواد د امنیت او ثبات ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی


