سياېناېن راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ له لاک هېډ مارټین شرکت سره د ۵۸.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د پاټریوټ پرمختللو دفاعي توغندیو د تولید او پېر لوی قرارداد لاسلیک کړی دی.
د امریکا پوځ ویلي، دا تړون د تېر اپرېل میاشتې ۴.۷ میلیارد ډالري یو کلن قرارداد پراخوي او د ۲۰۲۶ مالي کال څخه تر ۲۰۳۲ کال پورې به د پاټریوټ توغندیو د څو کلن پېر پروګرام پکې عملي شي.
دا قرارداد په داسې حال کې لاسلیک شوی چې د ایران له جګړو وروسته د امریکا د وسلو د زېرمو د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.


