د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا پوځ ته امر کړی چې پر ایران نوي او ډېر پیاوړي بریدونه ترسره کړي، او ټاکل شوې چې دغه عملیات د روانې اوونۍ په پای کې پیل شي.
په راپور کې راغلي، چې ټرمپ دغه نوی پوځي پلان په کمپ ډیویډ کې د خپلې ادارې له لوړپوړو غړو سره د یوې ناستې پر مهال تصویب کړی دی.
ورته مهال، راپور زیاتوي چې که په دیپلوماتیک ډګر کې د پام وړ پرمختګ وشي، نو امکان شته چې ټرمپ پلان شوي بریدونه وځنډوي او یا یې د عملي کېدو پرېکړه بدله کړي.


