د الجزیرې د راپور له مخې، د اوکراین د بېړنیو حالاتو دولتي ادارې اعلان کړی، چې د روسیې د بالستیک توغندیو د بریدونو له امله د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹ ته لوړ شوی او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، بریدونو د کیف په پنځو بېلابېلو سیمو کې پراخې ویجاړۍ او اورلګېدنې رامنځته کړې دي. ژغورونکي لا هم د زیانمنو سیمو د پلټنې او ژغورنې عملیات پر مخ وړي او د مرګژوبلې د زیاتېدو احتمال هم شته.
د اوکراین چارواکو ویلي، روسیې په دغه برید کې بالستیک توغندي کارولي، چې د استوګنیزو ودانیو، موټرو او نورو ملکي تاسیساتو د زیانمنېدو لامل شوي دي.


