د جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال هارون رحمن شیرزاد ویلي، هغه وروستي خوځښتونه چې د «طالبانو» پر ضد راښکاره شوي، تر ډېره د رواني جګړې هڅې ښکاري او د یوه منظم او ولسي حرکت نښې پکې نه ليدل کېږي.
نوموړي ویلي، مبارزه یوازې په شعارونو، ویډیوګانو او احساساتي اعلامیو نه پیلېږي، بلکې ولسي ملاتړ، مشروعیت او خپلواک تصمیم ته اړتیا لري، چې په وينا یې په دې ډلو کې نه تر سترګو کېږي.
شیرزاد زیاته کړې، هغه ډلې چې د خپلو اهدافو د تحقق لپاره د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان، ملاتړ غواړي، نه شي کولای ځانونه د ولس استازي وبولي.
د هغه په وینا، پر بهرني ملاتړ تکیه د دغو خوځښتونو پر خپلواکۍ او مشروعیت جدي پوښتنې راولاړوي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان نور د نیابتي جګړو او بهرنیو سیالیو د دوام توان نه لري، او د هېواد خلک د جګړې پر ځای د ملي تفاهم، عقلانیت او خپلواک تصمیم غوښتونکي دي.


