Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»کاذب اتلان، دروغجنې هيلې او تبليغاتي شعارونه
    سیاسي لیکني

    کاذب اتلان، دروغجنې هيلې او تبليغاتي شعارونه

    عمران آغاعمران آغا4 اگست 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوري رژیم له پرځېدو راهیسې، د پخوانيو تښتېدلو څېرو تر ټولو تکراري ژمنه د «سختو ورځو د پای ته رسېدو» ده. دوستم، محقق، احمد مسعود، او یو شمېر نور پخواني سياسيون له هېواده بهر په ناستو او تېر ایستونکو شعارونو، خپلو څو تنو ناامیده او بې‌ برخليکه پلويانو او جګړه طلبو پروژيانو ته د رواني تسل ورکولو لپاره دا ژمنه بیا بیا تکرار کړې ده. کله هم چې د دوی پلویان د دوی سبموليک تحرکات تر نیوکې لاندې نيسي او د خپل ژوند له ناکراره ورځو شکایت کوي، دوی ورته د پرمختګ او ښو ورځو تشې خيالي وعدې ورکوي، چې په حقیقت کې د دوی له خوا د خپلو ناکامیو پوښل دي.

    د بدخشان په یفتل کې له وروستۍ آشوبګرې پېښې وروسته، بيا یو شمېر مخالفينو دروغجنې اوازې ګرمې کړې چې ګواکې په ځينو خاصو سیمو کې د نویو پېښو شیبې رارسېدلې دي. دوستم هم مدعي دی چې که له جګړې وېرېدلای، مارشالي به یې نه درلوده. خو د خلکو حافظه دومره هم ضعیفه نه ده؛ ولس په خپلو سترګو ولیدل چې د جمهوري رژیم د پرځېدو په حساسو شېبو کې چا میدان ته شا کړه. له بل پلوه، د ماشيني مارشالۍ لقب هم له کومې تاريخي سرښندنې نه، بلکې د جمهوريت په وروستیو کې د سیاسي معاملې او امتيازي جنجالونو زېږنده و او خلک په دې هم پوهېږي د نويو پېښو رامنځته کېدل څومره لوی دروغ دي‌.

    د دوستم د کاذبې اتلولۍ القاب او ستاينې یوازې د جمهوریت تر شړېدلي حاکمیت پورې محدودې نه وې، بلکې اوس هم هڅه کېږي چې له دوستم کاذب اتل جوړ کړي. څو ورځې وړاندې احمد مسعود په خپلو خبرو کې مدعي شو که شفافه رای‌ ګیري وشي، دوستم به د اوسني حکومت تر چارواکو بريالی وي. دا ډول څرګندونې ښیي چې يا خو دوی له ټولنیزو او تاریخي واقعیتونو ناخبره دي او يا هم غواړي د یوه معامله‌ګر، جنګ سالار او کاذب اتل د محبوبیت په دعوو خپلو پلويانو ته دروغجنې هيلې ورکړي.

    که د دغو ناکامو څېرو عملي لوری تحلیل شي، نو دوی په تېرو پنځو کلونو کې له بهرنیو سفارتونو او استخباراتي آدرسونو نه د وسلو او مادي مرستو له غوښتلو پرته بل هېڅ واضح فکر او نظر نه درلود. کوم سیاستوال چې خپله سیاسي بقاء او واک ته د بېرته رسېدو امکان یوازې د پردیو په مستقیم ملاتړ کې ویني، نو بيا څنګه کولای شي له ناهيلو پلويانو سره د بدلون هیله شریکه کړي؟ د دوی عملي چارې ښیي چې اصل هدف یې خپل له پامه لوېدلي حالت ته بېرته پام اړول دي.

    د افغانستان د باخبره او نوي نسل لپاره د دې وخت رارسېدلی چې د مخالفينو د پنځه کلنو کاذبو هیلو ژوره ارزونه وکړي. د دوی څو تنه پلويان چې اوس هم د دوی آنلاین اخطارونو او شعارونو ته سینه ټکوي، باید پوه شي چې دا جګړه خوښې څېرې هېڅکله د یوه واکمن او خپلواک سرنوشت خاوندان نه شي کېدای. د «سختو ورځو د پای» ژمنې او شعارونه یوازې د څو پلويانو له بې‌ وسۍ او احساساتو ناوړه ګټه اخیستنه ده، ترڅو د هغوی پر شاوخوا خپل سیاسي تجارت جاري وساتي.

    د مخالفينو دروغجن روايتونه، خيالي هیلې او تبليغاتي شعارونه له حقایقو د پام اړولو هڅه ده. د مخالفينو د تېرو پنځو کلونو بې‌ نتیجې روایاتو ثابته کړه چې د دغو سياسيونو خبرې یوازې ځان ته دوکه ورکول دي. زموږ جګړه ځپلې ټولنه نور د دغو تکراري ژمنو او غولوونکو شعارونو زغم نه لري؛ د افغانستان تلپاتې حل لاره یوازې د نوي نسل په هر اړخیز پوهاوي، بصیرت او د دغو کاذبو افکارو په سم او منطقي رد کې نغښتې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبدخشان؛ د مخالفینو د زوال نوی پړاو او د رسنیز شورماشور پای
    راتلونکي مقاله د جمهوريت د عدليې وزير او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، فضل احمد معنوي: کابل کې د اووه تنو غلو وژل کېدل د انساني کرامت نقض دی، ملګري ملتونه دې له طالبانو حساب واخلي

    مربوطه لیکنې

    بدخشان؛ د مخالفینو د زوال نوی پړاو او د رسنیز شورماشور پای

    4 اگست 2026

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    2 اگست 2026

    د افغانستان د راتلونکي په اړه د امرالله صالح لیدلوري

    1 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 4 اگست 2026

    د جمهوريت د عدليې وزير او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، فضل احمد معنوي: کابل کې د اووه تنو غلو وژل کېدل د انساني کرامت نقض دی، ملګري ملتونه دې له طالبانو حساب واخلي

    د جمهوريت پر مهال د عدليې وزير او اوس مهال د تش په نوم مقاومت…

    کاذب اتلان، دروغجنې هيلې او تبليغاتي شعارونه

    4 اگست 2026

    بدخشان؛ د مخالفینو د زوال نوی پړاو او د رسنیز شورماشور پای

    4 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جمهوريت د عدليې وزير او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، فضل احمد معنوي: کابل کې د اووه تنو غلو وژل کېدل د انساني کرامت نقض دی، ملګري ملتونه دې له طالبانو حساب واخلي

    4 اگست 2026

    کاذب اتلان، دروغجنې هيلې او تبليغاتي شعارونه

    4 اگست 2026

    بدخشان؛ د مخالفینو د زوال نوی پړاو او د رسنیز شورماشور پای

    4 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،119 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،235 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.