د جمهوريت پر مهال د عدليې وزير او اوس مهال د تش په نوم مقاومت جبهې د رهبرۍ شورا غړي، فضل احمد معنوي پر خپله اېکس پاڼه، د افغان ځواکونو له لوري د کابل ښار په اتمه حوزه کې د مخامخ جګړې پر مهال د اووه تنه وسله والو غلو وژل کېدل په کلکه غندلي او د انساني کرامت نقض یې بللی.
نوموړي ويلي، چې د غلو وژنه پر ټولنه وېره حاکمه، د چوپتيا فضا رامنځته کوي او زياته کړې یې ده، چې غله او هر ډول مجرمين بايد ونه وژل شي.
هغه د يادو غلو په دفاع کې همدا راز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دا پېښه په خپلواک ډول وڅېړي او له افغان حکومت یې حساب واخلي.
که څه هم له يادو غلو څخه د تش په نوم مقاومت جبهې د دې مشر د دفاع ښکاره دليل لا واضح نه دی؛ خو په عام باور چې کابل کې ډېری وسله وال غله، د مقاومت جبهې پورې تړلو مشرانو او قومندانانو پلويان او غړي دي او ښکاري داسې چې وروستي وژل شوي کسان هم له دوی سره کوم تړاو ولري.


