Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول
    سیمه

    پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول

    عمران آغاعمران آغا5 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    راپورونه وايي، د پاکستان پوځي رژیم ادارو د رسنیو پر فعالیتونو د لا زیات کنټرول لپاره نوي مقررات نافذ کړي، چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو د لا سخت سانسور ښکارندويي کوي.

    د نویو مقرراتو له مخې، ټول بهرني خبریالان او د بهرنیو رسنیو کارکوونکي مکلف دي، چې له اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ څخه بهر د هر ډول خبري پوښښ لپاره د پاکستان پوځي رژیم د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ځانګړی اجازه‌لیک ترلاسه کړي.

    د پاکستان پوځي رژیم د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د «۲۰۲۶ کال د بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو لارښوونې» تر سرلیک لاندې اعلان شویو اصولو له مخې، ټولې بهرنۍ رسنۍ، خبریالان، انځور اخیستونکي، سیمه‌ییز همکاران او هغه پاکستاني وګړي چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي، باید د وزارت په رسمي پورټل کې ثبت شي او له پلازمېنې او لویو ښارونو څخه بهر د راپور جوړولو لپاره مخکې رسمي اجازه واخلي.

    دغه محدودیتونه په ځانګړي ډول د پښتونخوا او بلوچستان امنیتي وضعیت ته په کتو وضع شوي، ځکه په دغو سیمو کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو خوځښتونو، په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو په پوځي رژیم بریدونه زیات شوي او د پوځ د تلفاتو راپورونه هم خپرېږي. اسلام‌اباد هڅه کوي د دغو سیمو خپلواک خبري پوښښ محدود کړي، ترڅو د جګړو او امنیتي وضعیت په اړه د معلوماتو خپرېدل تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

    دغه اقدام په داسې حال کې شوی، چې پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي. تازه پاکستان پر الجزیرې هم محدودیتونه لګولي وو او څارونکي دا نوي مقررات د رسنیو د سانسور او د اطلاعاتو د جریان د لا سخت کنټرول یوه بله کړۍ بولي.

    مخکینۍ مقالهپخوانی امريکايي ډيپلومات، زلمی خليلزاد: پاکستان اوسمهال له اقتصادي او امنيتي پلوه تر ټولو بد وضعيت تجربه کوي

    مربوطه لیکنې

    ايران د سیمې د انرژۍ مهمو زېربناوو د په نښه کولو ګواښ کړی

    1 اگست 2026

    د پاکستان پوځي رژیم د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي: زموږ اوسنی نظام تباه شوی، زوال یې حتمي او د اصلاح وړ نه دی

    30 جولای 2026

    سنټکام وایي، امریکايي ځواکونو د ایران پر خاوره بریدونه کړي

    30 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 5 اگست 2026

    پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول

    راپورونه وايي، د پاکستان پوځي رژیم ادارو د رسنیو پر فعالیتونو د لا زیات کنټرول…

    پخوانی امريکايي ډيپلومات، زلمی خليلزاد: پاکستان اوسمهال له اقتصادي او امنيتي پلوه تر ټولو بد وضعيت تجربه کوي

    5 اگست 2026

    د سميع سادات جبهه د امريکا د بنسټونو په ويب سايټ کې د خيريه بنسټ په توګه ثبت ده

    5 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان له لویو ښارونو بهر پر خبري پوښښ سخت بندیزونه ولګول

    5 اگست 2026

    پخوانی امريکايي ډيپلومات، زلمی خليلزاد: پاکستان اوسمهال له اقتصادي او امنيتي پلوه تر ټولو بد وضعيت تجربه کوي

    5 اگست 2026

    د سميع سادات جبهه د امريکا د بنسټونو په ويب سايټ کې د خيريه بنسټ په توګه ثبت ده

    5 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،237 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.