Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه
    سیاسي لیکني

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    عمران آغاعمران آغا11 اگست 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې کې هېڅ شک نشته چې هر څه د وخت په تېرېدو سره لویېږي، وده کوي او بشپړېږي. که نیمګړتیا او کمښت هم ولري، ورو ورو له منځه ځي، د تجربو په ترلاسه کولو، د ازموینې او تېروتنې له پړاوونو وروسته ثبات مومي او خپله سمه او ډاډمنه لاره خپلوي.

    افغانستان له اوږدو او تورو کلونو وروسته، بالاخره د بې‌ شمېره قربانیو په ورکولو وتوانېد چې خپلواک حکومت او آزاد هېواد ولري، د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو ریښې له دې خاورې وباسي.

    خو په دې ورځو کې د فتوحاتو د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو او په ټول هېواد کې د آزادۍ د خوږو نغمو له خپرېدو سره په یوه وخت، د دې سپېڅلې خاورې په یوه څنډه کې، د یوه ناپاک ګاونډي د دسیسو او توطیو له امله، د یو شمېر غولول شویو او ښایي تمې ورکړل شویو کسانو له لوري ځینې خوځښتونه او نښتې ولیدل شوې؛ خو باید هېر نه کړو چې د افغانستان اوسنی حکومت هوښیار، بیدار او بشپړ چمتو دی، په ځانګړې توګه په سرحدونو کې تل د عقاب په څېر په تېزو سترګو د بهرنیو دښمنانو او کورنیو ورانوونکو په څار او کمین کې ناست دی.

    سره له دې چې په درو او غرنیو سیمو کې ورانکاري او تښتېدلي عناصر په لنډ وخت کې له منځه یووړل شول، همدا ماتې خوړلو او په نطفه کې ځپل شویو غږونو دا زمینه برابره کړه، چې مخالفن یو ځل بیا خپلو ناکامو تبلیغاتو ته مخه کړي، خولې پرانیزي او یو په بل پسې بې‌ ربطه او بې‌ بنسټه څرګندونې وکړي؛ هغه څرګندونې چې بې بنسټي یې له هېڅ هوښیار انسان څخه پټه نه ده.

    له دې سره سره، کله ناکله حقیقتونه باید د مخالفینو له خولو واورېدل شي او د پردې تر شا روانې پېښې او له یو بل څخه د پاشل شویو ډلو ترمنځ بهیرونه په خپله له همدوی څخه واورېدل شي. که څه هم د دې ټولو دسیسو او تویو شویو وینو تر شا پاکستان ولاړ دی چې په دې سره غواړي د افغانستان ثبات او امنیت له ننګونو سره مخ کړي، خو باید پوه شو چې دا خوب د تعبیر وړ نه دی او دا هیله له یوه خیال پرته بل څه نه ده.

    په همدې لړ کې، د پخوانۍ ادارې اړوند یوه ویاند ویلي، چې د هېواد دننه له روانو خوځښتونو سره سره، د دوی مشران په تېرو پنځو کلونو کې په بې‌ کاره او غیر فعالو کسانو بدل شوي دي؛ چې د یووالي، همغږۍ او ګډ کار لپاره د زمینې د برابرولو پر ځای، ورځ تر بلې منزوي او ګوښه شوي دي. په داسې وضعیت کې دوی هېڅکله د خپلو امکاناتو او وړتیاوو پر مټ څه نه شي کولای؛ مګر دا چې یو ځل بیا لوېدیځ، بهرنیو هېوادونو او بهرنیو لاملونو ته د مرستې لاس وغځوي، څو هغوی ورته زمینه برابره کړي او دوی بیا د جګړې د ډګر د بریالیو او ځواکمنو کسانو په څېر راشي، له مخکې غوړول شوي د واک پر دسترخوان کېني، یو ځل بیا د واک د وېش او د ملت د وینې زبېښلو پر سر له یو بل سره ښکېل شي او ځورېدلی ولس د خپلو موخو او مقصدونو قرباني کړي.

    خو دا هم له حقیقت څخه لرې نه ده، چې دې مزدورې ډلې د خپلې واکمنۍ پر مهال په فاسده اداره کې دومره ستره رسوایي پر ځای پرېښوده او په پای کې یې تېښته د ژغورنې یوازینۍ لار وبلله؛ چې اوس هېڅ بهرنی ځواک او قدرت پرې باور نه کوي او نه دې ته چمتو دی، چې واک ته د دوی د بیا رسولو درانه لګښتونه پر غاړه واخلي.

    له همدې امله، په دې منځ کې یوازې د هیواد د غولول شویو ځوانانو تویې شوې وینې دي چې ځمکه سره کوي؛ هغه ځوانان چې د پیسو او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره یې ناسمه او خطرناکه لاره غوره کړې ده؛ داسې لاره چې پایله یې د خپل ځان د بدنامۍ او د خپلو میندو لپاره له غم او ویر پرته بل څه نه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ټرمپ پخواني دفاع وزیر ویلي، ایران په اوسني وضعیت کې برلاسی دی

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    10 اگست 2026

    جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي

    9 اگست 2026

    د جبهاتو رسنیزه سیالي؛ د بیا اشغال خیالونه او خپل منځي پېغورونه

    9 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 11 اگست 2026

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    په دې کې هېڅ شک نشته چې هر څه د وخت په تېرېدو سره لویېږي،…

    د ټرمپ پخواني دفاع وزیر ویلي، ایران په اوسني وضعیت کې برلاسی دی

    10 اگست 2026

    ټرمپ د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار له دندې ګوښه کړ

    10 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    11 اگست 2026

    د ټرمپ پخواني دفاع وزیر ویلي، ایران په اوسني وضعیت کې برلاسی دی

    10 اگست 2026

    ټرمپ د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار له دندې ګوښه کړ

    10 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،240 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.