Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»سادات؛ آیا د پاکستان د استخباراتي پروژې یوه بله مهره فعاله شوې ده؟
    سیاسي لیکني

    سادات؛ آیا د پاکستان د استخباراتي پروژې یوه بله مهره فعاله شوې ده؟

    عمران آغاعمران آغا12 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په سیاست کې هیڅ پروژه تر پایه د پردې تر شا نه پاتې کېږي. د دې خاورې تاریخ په بار بار ښودلې ده چې هر سیاسي او نظامي جریان، ژر یا ناوخته، خپل ملاتړي، سرچینې او اصلي لوری بربنډوي. نن هم د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د سمیع سادات په مشرۍ د «متحده جبهې» په اړه، دا حقیقت په ډاګه شوی چې هغوی له کومه ځایه اوبه څښي او د چا د ګټو لپاره هڅې کوي!

    څو میاشتې وړاندې، هغه مهال چې لا د سمیع سادات د نظامي فعالیتونو د پیل خبر نه و او د هغه دریځونه هم په ښکاره توګه د پاکستان له رسنیزو روایتونو سره یو ډول نه لیدل کېدل، «هندوکش غږ» د شته نښو نښانو پر بنسټ وړاندوینه کړې وه چې ځینې مخالف جریانونه د خپلو پخوانیو بادارانو له ملاتړه تر ناهیلۍ وروسته، د پاکستان د لاس په آلو بدلېدونکي دي. اوس دا موضوع د پاکستان د رسمي رسنیو د تبلیغاتي ملاتړ له امله نوره هم روښانه شوې او له آی ایس آی سره د مخالفو ډلو د پټو معاملو له مخ پرده پورته شوې ده.

    په دې وروستیو کې، له هغې وروسته چې سمیع سادات وویل، چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې یې خپل نظامي فعالیتونه پیل کړي، د پاکستان رسمي رسنیو په بېلابېلو ژبو، په بې‌ساري ډول په افغانستان کې د دغه جریان پوښښ او غټ ښودلو ته کار ویلی دی. تر دې چې د سادات لخوا د جګړې له اعلان وروسته، په آی ایس آی پورې تړلو ګڼو رسنیو خپله ډېره برخه نشرات د سمیع سادات او د حکومت د نورو مخالفو ډلو خبرونو ته ځانګړي کړي دي.

    له مخالفو ډلو څخه د آی ایس آی د ملاتړ ناپاکه لاس دا ځل له هیچا پټ نه شو پاتې؛ حتی ډېری هغو کارپوهانو او سیاستوالو چې له اوسني حکومت سره مخالف دي هم په دې اړه غبرګون ښودلی او پر دغو ډلو یې سختې نیوکې کړې دي.

    ځکه کله چې د یو هېواد رسنۍ په دوامداره توګه یو کوچنی او بې‌هویته جریان د یو ټاکونکي لوبغاړي په توګه معرفي کوي، نو نور څه پټ نه پاتې کېږي او په یقیني ډول معلومېږي چې د دې لوبې څرخ د بل چا په لاس کې دی او دوی یوازې مزدوران دي. له همدې امله، حتی هغه کسان چې پرون یې ترې ملاتړ کاوه، نن په خپلو سیاسي تحلیلونو کې هغوی د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د پاکستان د پروژې یوه برخه بولي.

    خو باید وویل شي: هره ډله چې خپله بقاء د پردیو استخباراتو په فکري خونو او د هغوی د تړلو رسنیو په سرلیکونو کې لټوي، هغه د آزادۍ بیرغ لرونکې نه، بلکې د نورو د موخو د پلي کولو وسیله ده. د افغانستان تاریخ په بار بار ثابته کړې چې له پردیو سره مزدوري، که څه هم په رنګینو شعارونو پیل شي، خو پایله یې له ذلت، رسوایۍ او عمومي کرکې پرته بل څه نه وي.

    نن هم هغه کسان چې ځانونه «نجات ورکوونکي» معرفي کوي، خو غږ یې د پاکستان له تبلیغاني ماشینونو او آی ایس آی پورې تړلو تبلیغاتي دستګاوو څخه اورېدل کېږي، تر هر بل وخت یې خپله اصلي غلامه څېره بربنډه کړې ده او د افغانستان ملت ښه پوهېږي، چې څوک چې د پردیو د ګټو لپاره توره وهي، هغه هیڅکله د افغانستان د ګټو لپاره نه جنګېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغانستان کې نږدې ۷۰ زره کسان د يونيسکو له ښوونيزو پروګرامونو برخمن شوي چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي
    راتلونکي مقاله د ایران د کرنې وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد

    مربوطه لیکنې

    پر بهرنیانو تیکه کوونکي مخالفین؛ زوړ فکر او نوي واقعیتونه

    11 اگست 2026

    د افغانستان د بې‌ ثباته کولو لپاره د پاکستان د جبهو پروژه؛ یوه خامه تمه

    10 اگست 2026

    جګړه غوښتونکي د افغان ولس له ارادو سره په ټکر کې دي

    9 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 12 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد

    د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د…

    سادات؛ آیا د پاکستان د استخباراتي پروژې یوه بله مهره فعاله شوې ده؟

    12 اگست 2026

    افغانستان کې نږدې ۷۰ زره کسان د يونيسکو له ښوونيزو پروګرامونو برخمن شوي چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي

    12 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د کرنې وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد

    12 اگست 2026

    سادات؛ آیا د پاکستان د استخباراتي پروژې یوه بله مهره فعاله شوې ده؟

    12 اگست 2026

    افغانستان کې نږدې ۷۰ زره کسان د يونيسکو له ښوونيزو پروګرامونو برخمن شوي چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي

    12 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.