نن چې په خپله خاوره کې د آرام ساه اخلو، نو درک کوو چې د یوه ملت لپاره آزادي څومره ستر نعمت دی. د اسد ۲۴مه د کومې لورول شوې او تشریفاتي آزادۍ ورځ نه ده، بلکې د هغې وياړمنې مبارزې د نتيجې ورځ ده، چې هیواد ته یې وياړلي ازادي ور په برخه کړه.
له دې تاريخي تحول مخکې، زموږ د خاورې برخلیک په پردیو سفارتونو او د اشغالګرو په نظامي اډو کې ټاکل کېده. هغه فاسد رژیم چې له بهرني تمویل او د اشغالګرو له پوځي حضور پرته یې دوام نه شوای کولای، له ولس څخه بیخي لرې او په هر اړخیزو بنسټیزو ستونزو کې ډوب و. له همدې امله، کله چې بهرنیان وتل، د هغوی جوړ شوی کاغذي رژيم هم وپرځېد او چارواکي یې له تښتول شويو پيسو سره يو ځای وتښتېدل؛ خو دا تجربه یې پرېښوده چې وارداتي جوړښتونه هیڅکله په بقاء نه مومي.
د زمري د ۲۴مې تر ټولو ملموسه او متفاوته پایله د خلکو په رواني امنیت کې لیدل کېږي. د قدرت د جزیرو، شخصي ټوپکیانو، سمتي او قومي جوړښتونو، خيالي ګوندونو او حرکتونو شتون ختم شوی، هر څوک له کندهاره تر مزار، له هرات تر بدخشانه ډاډه سفر کولای شي، چې د شا کلن جمهوري رژیم له ناامنۍ او ګډوډۍ سره بې ساری او روښانه توپير لري.
له هېواده بهر مېشت مخالفین چې اوس مهال د دښمن له ټربيونونو پروپاګند خپروي، د ملت په منځ کې بې اعتباره شوي دي. ولس په خپلو سترګو ولیدل چې دغو څېرو د خپل اقتدار پر مهال د خلکو د سوکالۍ پر ځای یوازې د خپلو جیبونو او شخصي ګټو پاللو ته لومړیتوب ورکړی و. نن له بهر څخه د هغوی ډرامې او غولوونکې نعرې کاملاً بې اغېزه دي، ځکه ملت نور د هغوی په بې بنیاده سیاسي لوبو نه غولېږي.
له بلې خوا، د اسد ۲۴مې افغانانو ته د خپلو مادي او طبیعي شتمنیو کامل اختیار او مالکیت ور وبښی. اوس زموږ ټولې سترې پروژې د بهرنیانو له لاسوهنو خلاصې شوې او د افغاني متخصصینو په هڅو مدیریت کېږي. د هېواد شتمني بېرته د خاورې خپلو رښتینو او واقعي مالکینو ته سپارل شوې ده، ترڅو د هېوادوالو د هوساینې لپاره وکارول شي.
دا پنځه کلن نوی مزل که څه هم له بندیزونو او اقتصادي خنډونو سره مل و، خو ویاړ یې په دې کې دی چې واک، هوډ او تصميم د بهرنيانو پر ځای د افغانانو په خپلو لاسونو کې دی. د اسد ۲۴مې موږ ته له اشغاله خلاصون راکړ او تحفه یې يو خپلواک اسلامي نظام دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


