د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ازبیکستان په ترمذ ښار کې د سرخاندریا–چین سوداګریزې غونډې کې د افغانستان، ازبیکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا پر فرصتونو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې عزیزي ویلي، افغانستان غواړي له منځنۍ اسیا او چین سره نوي ترانزیټي دهلېزونه رامنځته او خپل صادرات، په ځانګړي ډول د چین بازار ته پراخ کړي.
نوموړي افغانستان د چین او ازبیکستان د پانګوالو لپاره د کانونو، کرنې، انرژۍ، صنعت او زیربناوو په برخو کې د ګډو پانګونو لپاره مناسب هېواد بللی او د چینایي او ازبیکستاني شرکتونو د پانګونې لپاره یې د افغانستان چمتووالی څرګند کړی.
په غونډه کې د ازبیکستان او چین د چارواکو ترڅنګ د بلخ والي، په تاشکند کې د افغانستان سفیر او د هېواد د خصوصي سکتور یو شمېر استازو هم ګډون کړی و.


