وال سټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته دنده سپارلې، چې په راتلونکو میاشتو کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د مخامخ لیدنې زمینه برابره کړي.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ټرمپ هڅه کوي دغه لیدنه د روان کال په مني کې ترسره شي او حتی د نومبر په میاشت کې چین ته د خپل احتمالي سفر پر مهال د آسیا ـ پاسفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډې په څنډه کې د لیدنې امکان هم څېړل شوی دی.
ټرمپ ویلي، چې له کیم جونګ اون سره یې د خبرو لپاره اړیکه نیولې او د دواړو لورو ترمنځ اړیکه یې «ډېره مثبته» بللې ده. نوموړي همداراز د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو د پام وړ کمولو امر کړی او دا اقدام یې له کیم سره د «ښې اړیکې» له امله بللی دی.
ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال درې ځله له کیم جونګ اون سره لیدلي وو، چې وروستۍ لیدنه یې په ۲۰۱۹ کال کې د دواړو کوریاوو په سرحد کې ترسره شوې وه.
تر اوسه شمالي کوریا د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


