د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځینې څېرې یوازې د خپلو اوسنیو سیاسي دریځونو له امله نه، بلکې د جګړې په ډګر کې د خپلې بدنامې مخینې له امله هم د جدي څېړنې او پوښتنې وړ دي. د پرځېدلي جمهوریت د امنیتي ځواکونو پخوانی قوماندان(سمیع سادات) له همدې ډلې څخه دی.
سادات تر بې وسلې کېدو او له هېواده تر تېښتې وروسته، د کډوالۍ او سرګردانۍ په دوران کې، د دې لپاره چې یو ځل بیا د سیاست له ډګره ډوډۍ وخوري، د «افغانستان متحدې جبهې» په جوړولو او مشرۍ لاس پورې کړ او ځان یې د اوسني افغان نظام د یوه وسلوال او سیاسي مخالف په توګه مطرح کړ. لکه څنګه چې نوموړي له «والسټریټ ژورنال» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې پر دې موضوع په څرګنده توګه خبرې کړې دي.
خو د سمیع سادات مسئله یوازې د «اسلامي نظام مخالفت» نه دی؛ تر دې مهمه مسئله د هغه د جګړه ییز چلند او هغه سابقه ده چې د سمیع سادات د هلمند ولایت د (قول اردو)قوماندانۍ د دورې په اړه یې راپورونه خپاره شوي دي. د «نیویارکر» مجلې د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په یوه مفصل راپور کې، چې له کلیوالو، سیمه ییزو شاهدانو، د افغانستان د امنیتي ځواکونو له یوه پیلوټ او د یوه نړیوال سازمان له یوه چارواکي سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، په هلمند کې د سادات تر قوماندې لاندې د ځواکونو له خوا پر ملکي سیمو د هوايي بریدونو یادونه شوې ده. په یوه هغه کې شاهدانو د یوه پرېښودل شوې پوځي پوستې په شاوخوا کې د لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو او په بل مورد کې په ګرشک بازار کې د ملکي وګړو پر وړاندې د برید خبر ورکړی دی.
بله موضوع هغه تورونه دي چې د طالبانو پر وړاندې د سادات د شخصي او غچ اخیستونکي چلند په اړه مطرح شوي دي. عبیدالله بهیر چې د افغانستان د انتقالي عدالت، سولې او شخړو په برخو کې یې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې تدریس کړی، له هغو منتقدانو څخه دی چې د سادات د چلند او لیدلوري په اړه یې خبرې کړې دي. د بهیر په وینا، سادات په هلمند کې په قصدي ډول جنګي جرمونه ترسره کړي او آن د مقابل لوري یعنې طالبانو، د جسدونو له سوځولو څخه یې هم ډډه نه ده کړې.
سادات چې نن ځان د افغانستان د خلکو مدافع معرفي کوي، د جمهوریت د جګړو پر مهال خپله د هغه جګړه ییز جوړښت یوه برخه و چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو یې پراخ ملاتړ کاوه؛ اوس یې هم په افغانستان کې د جګړې لپاره یوه جبهه جوړه کړې ده. د افغانستان د ملت پوښتنه دا ده: که د تېر وخت حل لاره جګړه وه او پایله یې هم نړېدل، وینه تویېدنه او بې ځایه کېدل وو، نو ولې باید د هماغې تجربې بله بڼه یو ځل بیا پر افغان ولس وازمویل شي؟
موضوع هغه مهال لا حساسه کېږي چې سادات په وروستیو کلونو کې په ښکاره ډول له پاکستان سره تړلې سیاسي او امنیتي فضا ته داخل شوی دی. د ۲۰۲۶ کال په جولای کې، پاکستاني رسنیو او «پاکستان ټوډې» او «ایکسپرېس ټربیون» ورځپاڼو د اوسني افغان حکومت له خوا د پاکستان ضد ډلو د ملاتړ او د دې ډلو په تمویل کې د هند د رول په اړه د نوموړي څرګندونې په پراخه توګه خپرې کړې.
دلته یو مهم سیاسي ټکی مطرح کېږي: کله چې یو افغان مخالف د افغانستان د سیال هېواد په رسنیو کې د هماغه هېواد د امنیتي روایت د پیاوړتیا لپاره خبرې کوي، باید ترې وپوښتل شي چې د خپلو دغو دریځونو له لارې د افغانستان ملي ګټې له کومې لارې خوندي کوي؟
دا مسئله ځکه د پام وړ ده چې سادات په خپله تر دې وړاندې پاکستان د اسلامي امارت پر ملاتړ تورناوه؛ خو اوس همدغه سادات په داسې استدلالونو راڅرګندېږي چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد د امنیتي روایت یوه برخه پیاوړې کوي.
د دې پیښې یو روښانه پیغام د افغانستان ملت ته دا دی: افغانستان نور د نیابتي جګړو او په جګړو کې د ازمویل شویو قوماندانانو د بیا راګرځېدو توان نه لري؛ افغانستان له هغو سیاستوالو خوښ دی چې د هېواد دننه په خدمت بوخت دي او اوس تر بل هر وخت ډېر آزاد او خپلواک دي. دا وطن هغه مهال لا ډېر ابادېدای شي چې افغانان اجازه ورنه کړي، څو هېڅ بهرنی ځواک، هېڅ جبهه او هېڅ قوماندان افغانستان یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل کړي.
د وطن د ورانۍ پر وړاندې دفاع، د افغانستان د خپلواکې پرېکړې کولو او د هر افغان د وینې د حرمت دفاع ده؛ نه دا چې یوه نیابتي جګړه په بله نیابتي جګړه پسې شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


