په دې وروستیو ورځو کې بېلابېلو رسنیو خبر ورکړی چې په اصطلاح د «مقاومت جبهې» اړوند یو څو کسیز پلاوی چې د جمهوریت د پرځېدلي رژیم د پارلمان له یو شمېر څېرو څخه جوړ شوی؛ اسلام آباد ته تللی دی. ویل کېږي چې دغه سفر د پاکستان د آی ایس آی د چارواکو په غوښتنه، د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو او په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره د مخالفو ډلو ترمنځ د همغږۍ په موخه ترسره شوی دی.
دا سفر په داسې حال کې له مخالفینو سره تړلې او پاکستانۍ رسنۍ خپروي چې «هندوکش غږ» تر دې وړاندې څو ځله د مخالفو ډلو تر شا د آی ایس آی د مستقیم رول په اړه خبرداری ورکړی او په افغانستان کې یې (د مخالفینو له لوري)د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره د طرحو د جوړېدو خبره کړې؛ خو هماغو څېرو هغه مهال په ډېر ټینګار دغه ټول تړاو رداوه او د «هېواد پالنې» او «ملي ګټو» تر نقاب لاندې یې ځانونه پټول. خو دا ځل دا نقابونه نور له مخونو لوېدلي دي.
هماغه کسان چې د پاکستان پر ضد یې د دښمنۍ لاپې وهلې او ځانونه یې د افغانستان مدافعین بلل، نن په ښکاره ډول په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر یوه مېز کښېني، د افغانستان، په هېواد کې د ناامنۍ د رامنځته کولو د څرنګوالي او د پاکستان د ګټو د خونديتوب د لارو چارو په اړه خبرې کوي.
پرون یې د هېواد پالنې دعوه؛ نن له دښمن سره کېناستل! پرون یې د خپلواکۍ شعار ورکاوه؛ نن پردیو استخباراتو ته پناه وړي!
دا هماغه هېواد پلورونکي دي چې د واکمنۍ پر مهال یې له خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو پرته د بل هېڅ شي استازیتوب نه کاوه؛ هغه څېرې چې د واکمنۍ پر مهال یې فساد، لوټماري، زورواکۍ، تښتونې، غله او لارې وهونکي د واک په جوړښت کې یو تریخ حقیقت و. نن چې له واکه لرې کړل شوي، هماغه زړې او له کاره لوېدلې مهرې یو ځل بیا د پردیو غېږې ته پناه وړي او هغو کسانو ته معاملې لاسونه ورکوي چې نومونه یې د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې له کرکې، کینې او دښمنۍ سره تړل شوي دي.
خبره یوازې دا نه ده چې دغه کسان نن د افغانستان له دښمنه لارښوونې او برنامې اخلي؛ هغوی له لومړۍ ورځې د پردیو قدرتونو لاسپوڅي وو او د هغوی د ګټو لپاره یې هڅې کولې. اصلي خبره دا ده چې د هغو کسانو رښتینې څېرې بربنډې شوې دي، چې کلونه یې د هېواد پالنې تر نقاب لاندې ملت غولولی و.
هغوی یو ځل له ټولو امکاناتو، پیسو، واک او بهرني ملاتړ سره په افغانستان کې حضور درلود، خو په پای کې یې بیا هم ماتې وخوړه. نن چې نه هغه واک لري، نه هغه ټولنیز ملاتړ او نه هم هغه جعلي سیاسي باور ورسره شته، یو ځل بیا په اسلام آباد کې د دې لپاره ناست دي چې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره نوې پروژه په کار واچوي.
خو دوی باید پوه شي: هغه څوک چې له دومره واک او امکاناتو سره ناکام شول، د څو استخباراتي ناستو او څو ورستو مهرو په مټ به بریالي نه شي.
دا پروژه به هېڅ ځای ته ونه رسېږي؛ ځکه د افغانستان خلکو نور هغه منفورې څېرې تر نقابونو لاندې پېژندلې دي او اجازه به ورنه کړي چې هېواد پلورونکي معامله ګر د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانستان ناامنۍ ته یوسي او د فساد، وژنو، لوټ او چور نوی پړاو رامنځته کړي.
د افغانستان تاریخ هم ښودلې ده، هر هغه څوک چې دا ملت او دا خاوره یې د خپلو شخصي ګټو لپاره معامله کړې او د خپل ولس پر وړاندې د پردیو لپاره درېدلی، له ماتې، رسوایۍ او تاریخي ننگ پرته یې بله پایله نه ده لیدلې.
هو، په پای کې به هغوی ته هغه سپکوونکی برخلیک ور په برخه شي چې د دې خاورې د رښتینو بچیانو په پیاوړو لاسونو به ورته ټاکل کېږي، د هغوی ناوړه ارمانونه به هم د هغوی له جسدونو سره یوځای په خاورو کې دفن کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


