خبریال او شنونکي آرش یقین د حسیب «قوای مرکز» د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، هغه کورنۍ چې د نوموړي له لوري یې د خپلو اولادونو د تښتول کېدو او وژل کېدو درد لیدلی، نن شپه به د طالبانو لپاره دعا وکړي.
یقین ویلي، که د حامد کرزي او اشرف غني په مشرۍ د جمهوریت پر مهال د حسیب قوای مرکز په څېر کسان چې د خلکو په تښتولو او وژلو تورن وو، پر وخت محاکمه او مجازات شوي وای، نو د افغانستان وضعیت به نن له اوسني حالت سره توپیر درلود.
نوموړي ټینګار کړی چې د جمهوریت پر مهال د جرمونو او ناقانونه کړنو پر وړاندې د جدي اقداماتو نه کول د خلکو ترمنځ د حکومت پر وړاندې د بېباورۍ له عواملو څخه وو.
#هندوکشغږ


