تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چین له لوري د نایابه ځمکنیو عناصرو پر صادراتو د محدودیتونو د دوام له امله، د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د دغو ستراتېژیکو موادو لنډمهاله اوربند د نومبر په میاشت کې د پای ته رسېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.
چین د نایابه عناصرو د نړیوالې عرضې په زنځیر کې مهمه برلاسي لري او دغه مواد د برېښنایي وسایلو، برقي موټرو، هوايي صنعت او پوځي تجهیزاتو په جوړولو کې کارېږي.
د راپور له مخې، که چین په نومبر کې له امریکا سره د صادراتي محدودیتونو لنډمهاله توافق تمدید نه کړي یا محدودیتونه نور هم سخت کړي، امریکايي شرکتونه او نړیوال بازارونه به د عرضې له ګډوډۍ او د بیو له لوړوالي سره مخ شي.
سره له دې، د راپور پر بنسټ تر اوسه داسې کره شواهد نشته چې چین د دغه توافق د نه تمدید پرېکړه په قطعي ډول کړې وي.


