د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له تېر یوه کال راهیسې ۸۱ تنه افغان سوداګر او صنعتکاران هېواد ته راستانه شوي، چې د اسانتیاوو له ترلاسه کولو وروسته یې په بېلابېلو برخو کې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې او زرګونو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د محرم له ۲۲مې نېټې تر دې دمه په راستنو شویو سوداګرو کې یو تن د لوړې کچې، ۷۴ تنه د منځنۍ کچې او ۱۴ تنه د ټیټې کچې سوداګر شامل دي.
راپور زیاتوي، راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو ته د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه وېشل شوې او د دوی له لوري ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
د دغو پانګونو له امله ۴۶۶۱ کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه برابر شوي او د ۱۵ نورو سوداګرو او صنعتکارانو اسناد هم د ارزونې په وروستیو پړاوونو کې دي، چې له بشپړېدو وروسته به له ټاکل شویو امتیازاتو او اسانتیاوو برخمن شي.


