د سوریې عربي رسنۍ سانا خبر ورکړی، چې د فلسطیني طبي مرستو د ټولنې مشر محمد ابو عفش ویلي، په غزه کې له ۳۵۰ زرو ډېر ناروغان درملو ته اړتیا لري، خو کلابندې شوې سیمې ته د اړینو درملو او طبي توکو د داخلېدو اندازه د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولای.
ابو عفش خبرداری ورکړی، چې د درملو کمښت د غزې روغتیايي وضعیت لا پسې خراب کړی او د ګڼو ناروغانو د درملنې دوام یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د غزې روغتیايي چارواکو هم په وروستیو اوونیو کې د درملو، طبي تجهیزاتو او اکسیجن د جدي کمښت په اړه خبرداری ورکړی دی.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان هم وايي، غزې ته د طبي مرستو او تجهیزاتو د محدود داخلېدو له امله د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو وړتیا له سخت فشار سره مخ ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د غزې په دیرالبلح کې د درملو پر دوو زېرمتونونو او یوه روغتون باندې د برید له امله دغه مرکزونه هم زیانمن شوي وو.


