د ځینو سیمه ییزو څېرو ناڅاپي مخالفت چې له ناسمو شخصي انګېزو او غیر قانوني غوښتنو سرچینه واخلي، د ټولنې د استقرار او عامه نظم پر وړاندې ګواښ رامنځته کوي، خو تر دې مهمه دا ده چې افغان حکومت ورته ټول موارد له وړاندې مطالعه کړي، عوامل یې پېژندلي او پر وخت یې مخنیوی کوي. د هېواد په شمال ختیځ، په ځانګړې توګه بدخشان کې د جمعه خان فاتح او د هغه د څو تنو غولول شویو افرادو د بې وسلې کولو موضوع دقیقاً د همدې برخه ده.
جمعه خان هڅه کوله چې د خپل ستراتیژیک جغرافیایي مېشت ځای له امله، د مرکزي حکومت څخه جلا، یو مستقل خو مخرب موازي قدرت رامنځته کړي. د خپلو افرادو په منځ کې د نوموړي د نفوذ اساس پر خپلسرو او غیرقانوني کړنو ولاړ و. جمعه خان د طبعي شتمنیو او ځايي کانونو غیرقانوني تصرف ته لار خلاصه کړې وه، چې له درکه یې هره میاشت پرېمانه شتمني ترلاسه او بیا یې د وسلو پېرلو، افرادو روزلو، تمویل او بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره کارول؛ دا هغه مالي سرچینه وه، چې باید د سیمې د زېربنا او ولس د خیر لپاره کارول شوې وای، خو نوموړي د مخالفت او جګړې پر ګرمولو کارول.
د جمعه خان د نظام ضد تحرک ترشا، د عقیدوي او فکري انحراف شتون هم د پام وړ دی. فاتح یوازې د غیرقانوني شتمنیو په ترلاسه کولو بسنه نه وه کړې، بلکې خپله شخصي مدرسه یې د افراطي عقایدو، تکفیر او ایډیالوژیکي انحراف د خپرېدو لپاره کاروله. د دې ټولو په نظر کې نیولو سره دا جوته شوه، چې د هغه اختلاف د هغه څه پر سر نه و، چې یادونه یې ترې کوله، بلکې نوموړي د یوې پراخې فتنې د رامنځته کولو او خپرولو اراده لرله.
پر دې سربېره، له بهرنیو مغرضو استخباراتي حلقو او د شر او فساد له ځینو بدنامو ډلو سره د نوموړي اړیکو د دغه مخالفت ساحه خورا خطرناکه او پېچلې کوله. فاتح او په هغه پورې تړلو کسانو هڅه کوله، چې دغه فتنه پاروونکی مخالفت له یو نظامي جزوتام سره د شخړې په حد کې څرګند کړي، ترڅو د خپلو بهرنیو اړیکو تر شا شوم اهداف پټ وساتي او د بدخشان امنیت په بهرنیو فرمایشونو ګډوډ کړي.
د افغان حکومت له خوا د جمعه خان د پر وخت او مناسب مخنیوي اقدام د ستاینې وړ دی، ځکه نوموړی د خپلو کړنو له امله تنبیه شوی هم و، خو هغه فکر کاوه چې د یوه ځواکمن مرکزي حکومت په وړاندې مخالفت ته دوام ورکولای شي. حکومتي نهادونو د بشپړو شواهدو او کره اسنادو پر اساس، مخکې تر دې چې دغه فتنه په یوه لوی ناورین او پراخ ځاني او مالي زیان بدله شي، مخنیوی وکړ.
د جمعه خان فاتح د شومو هڅو مخنیوی د دې څرګند ثبوت دی، چې حاکم نظام د خپلسرۍ، ایډیالوژيکي انحراف او د هېواد له هر راز شتمنیو د سوء استفادې په مقابل کې زغم نه کوي. دا باید ټولو مخالفینو ته روښانه وي، چې ورته هیڅ ځواکمنه یا کمزورې مخالفه شبکه نه شي کولای د افغانستان امن اخلال کړي او د داسې فتنو رامنځته کولو او خپرولو ته لار خلاصه کړي، چې هېواد د پردیو موخو قرباني کوي.


