د پنجشیر سیمهییزو چارواکو ویلي، په دې ولایت کې د زندانیانو شمېر کم دی او دا مهال په پنجشېر زندان کې هېڅ سیاسي زنداني نشته.
د پنجشېر د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په زندان کې ټولټال ۵۹ تنه د جنایي، اخلاقي او حقوقي جرمونو په تور بندیان دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، په دغه ولایت کې جنایي جرمونه د پام وړ کم شوي او «اصلاً سیاسي زنداني» شتون نه لري.
مولوي عبدالسلام حنفي پنجشېر ته د سفر پر مهال له زندان څخه لیدنه کړې او د بندیانو وضعیت، امکانات، تغذیه، د اوسېدو ځای او له هغوی سره د چلند څرنګوالی یې له نږدې ارزولی دی.
حنفي ویلي، د دې ارزونې موخه د زندانیانو د حقونو د رعایت ډاډ ترلاسه کول، پر وخت د قضیو څېړل او د هغو کسانو د بند د دوام مخنیوی دی چې د حبس موده یې بشپړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د پنجشېر د خلکو او اوسني نظام ترمنځ اړیکې هم «نېکې او حسنې» بللې او ویلي یې دي چې د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.


