د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر یو شمېر ایراني اشخاصو، بنسټونو او بېړیو نوي بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې دغه کسان او شبکې د وسلو د پېرلو او د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د احتمالي بریدونو لپاره د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې ښکېل دي.
د راپور له مخې، واشنګټن د ایران د نفتو د لېږد په برخه کې په متحده عربي اماراتو، چین، سنګاپور او اروپا کې یو شمېر ترانسپورټي شرکتونه او منځګړي هم په نښه کړي او ویلي یې دي چې د ایران د پوځي او اټومي فعالیتونو د ګډوډولو لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
تسنیم د یوه ایراني لوړپوړي استخباراتي چارواکي له قوله ویلي، چې د امریکا نوی اقتصادي فشار د ایران پر وړاندې د روان رواني فشار د کمپاین برخه ده او په عملي ډګر کې به نوی بدلون رامنځته نه کړي. نوموړي دغه اقدامات د امریکا د رسنیزو او رواني عملیاتو تکرار بللي دي.


