بيبيسي راپور ورکړی، چې افغانالاصله امریکایۍ او د امریکا د کانګرس نوې غړې عایشې وهاب ويلي، واشنګټن باید له افغان حکومت سره د تقابل پر ځای ډیپلوماټیک تعامل غوره کړي او له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي.
وهاب ټینګار کړی، چې له افغانستان سره اړیکې باید د دې پر بنسټ ونه ارزول شي، چې په دغه هېواد کې څوک واکمن دي، بلکې د امریکا او افغانستان اړیکې باید د متقابل تعامل او ډیپلوماسۍ پر بنسټ وي.
هغې همداراز د افغانستان جیوپولیټیک او اقتصادي اهمیت ته په اشارې، دغه هېواد د سیمې په کچه مهم بللی دی.
وهاب تېره اوونۍ د کالیفورنیا د ۱۴مې حوزې ځانګړې ټاکنې وګټلې او د امریکا د استازو جرګې ته لومړنۍ افغانالاصله امریکایۍ وټاکل شوه.


