د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د لیدنې پر مهال قومي مشرانو په ولسوالۍ کې د استنادي دېوالونو او د اوبو رسولو شبکو نشتون خپلې مهمې ستونزې بللي او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د ستونزو د اورېدو پر مهال ویلي، چې وزارت به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د ډنډ پټان ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره لازم اقدامات وکړي.


