په دې وروستيو کې يونس قانوني او عطامحمد نور د کابل په شمال، په ځانګړې توګه کوهدامن کې، د خپل نفوذ د بيا ترلاسه کولو او پراخولو لپاره نوي تحرکات پیل کړي دي. د دغو هڅو په لړ کې د «انسجام اسلامی مردم افغانستان» په نوم يوه شورا فعاله شوې، چې د دغه رول تر شا د عطامحمد نور نماينده محبوب الله صديقي دی. ویل کېږي ياده شورا چې ډېری غړي یې د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند پورې تړلي دي، له ځينو بهرنيو لورو، په ځانګړې توګه له ايران سره نږدې اړیکې پالي.
د دغو تحرکاتو اصلي موخه د کابل په شمالي سيمو کې د الماس زاهد په وړاندې د نفوذ پراخولو سيالي، د نويو خیالي ځای ناستو ټاکل او د هغوی شخصیت جوړول دي. څرنګه چې حاجي الماس له دې ډلې څخه لاره جلا کړې، له غورياني او حزب اسلامي سره يې تمایل ښودلی او له امله يې په خپله سيمه کې د پخوا په پرتله اغېز کم شوی، دغه بهير هڅه کوي چې نوموړی د تش په نوم مقاومت شورا له چوکاټه وباسي.
له مقاومت شوری څخه د حاجي الماس د منزوي کولو تر څنګ، پلان دا دی چې د هغه پر ځای امان الله ګذر په ياده شورا کې ځای پر ځای کړي. په دې اقدام سره غواړي په کوهدامن کې د خپلې نفوذي خلاء ډکولو لپاره له امان الله ګذر څخه استفاده وکړي، هغه د حاجي الماس بديل وګرځوي او په ياده سيمه کې د خپلې خیالي ډلې او جمعيت ګوند په ګټه د نفوذ کولو ته لار خلاصه کړي.
یادو منفورو څېرو تر دې وړاندې هم وخت په وخت بېلابېلې غونډې، ائتلافونه او تنظيمونه جوړ کړي، خو په عمل کې د کوم ملموس چمتووالي، نفوذ او يا په ساحه کې د پام وړ نظامي او سياسي تحرکاتو په رامنځته کولو کې نه دي بريالي شوي، چې له امله یې ډلې له جوړېدو څو ورځې وروسته بېرته منحل او له منځه لاړې شي.


