د امریکا د «هیل» انسټیټیوټ نوې نظر پوښتنه ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ټرمپ ته د رایې ورکوونکو د ځوان نسل په منځ کې د پښېمانۍ څپه مخ پر پراخېدو ده.
یاد انسټیټیوټ زیاتوي، چې ۳۱ سلنه هغو ځوانانو چې ټرمپ ته یې رایه ورکړې وه، اوس وايي چې له خپلې پرېکړې پښېمانه دي، په داسې حال کې چې د دغه نسل د ټرمپ د کړنو رضایت د نورو عمرونو ډلو په پرتله په ټیټه کچه کې دی.
د نظر پوښتنې له مخې، د ځوان نسل لپاره د سیاست او شخصي ارزښتونو اړیکه ځانګړی اهمیت لري او ۴۰ سلنه ګډونوالو ویلي، چې سیاست د دوی د شخصي هویت لپاره ډېر مهم دی.
شنونکي اټکل کوي، چې د ژوند د لګښتونو لوړېدل او اقتصادي ستونزې به د دې نسل د سیاسي تمایلاتو په بدلون کې مهم رول ولري او ښايي د راتلونکو منځمهالو ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي.


