د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې له پیله تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلیو له لارې ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه توکي انتقال شوي.
د وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې له خواف–هرات، حیرتان، آقینې او تورغونډۍ مسیرونو څخه په ترتیب سره ۴۶۴ زره او ۷۶۷، ۱۳۷ زره او ۶۸۷، ۳۹ زره او ۸۳۱ او ۶۲ زره او ۱۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
همدارنګه د تورغونډۍ له لارې ۳ زره او ۷۵۱ مټریک ټنه صادرات ثبت شوي دي.


