تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ويلي، یوه لویې تېل وړونکې بېړۍ چې د هرمز تنګي له جنوبي برخې څخه یې د تګ هڅه کوله، له دوو سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی او په بشپړ ډول درول شوې ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه سمندري ځواک ادعا کړې، چې یادې بېړۍ د هرمز تنګي د امنیتي مقرراتو خلاف له ټاکلې لارې د تېرېدو هڅه کوله.
سپاه خبرداری ورکړی، هغه بېړۍ چې د هرمز تنګي امنیتي مقررات رعایت نه کړي، له ورته برخلیک سره به مخ شي او له بېړیو او کښتیو څخه یې غوښتي چې یاد مقرراتو مراعات کړي.


