نيويارک ټايمز رسنۍ، په يوه مقاله کې ويلي، چې امريکا افغانستان کې له خپلې ماتې څخه هېڅ درس نه دی اخيستی او اوس دا دی د ایران شخړه په یو بل دومداره جنګ بدلیږي.
مقاله لیکي، چې د افغانستان جګړه پنځه کاله وړاندې پای ته ورسېده؛ خو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته هغه مهمې وېرې چې د درېیو امریکايي ولسمشرانو د وتلو مخه یې نیوله، تر ډېره ناسمې ثابتې شوې او افغانستان د امریکا پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره په داسې مرکز بدل نه شو لکه څنګه چې یې اټکل کېده.
نیویارک ټایمز د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره لیکي، چې که امریکا اوس په ایران کې له ورته اوږدې جګړې څخه د مخنیوي هڅه کوي، ولې له افغانستانه وتل دومره ستونزمن وو او د افغانستان تجربه د ایران لپاره څه درس لري؟
د يادې رسنۍ په وينا، امريکا له افغانستان څخه په ۲۰۱۱ کال کې د وتلو یو مهم فرصت درلوده؛ خو امریکا بیا هم جګړه روانه وساتله او په پای کې داسې وخت راغی چې امريکا د «طالبانو» د بشپړ شکست پر ځای هڅه کوله امریکايي تلفات او مالي لګښتونه کم کړي او د افغان حکومت بقا وساتي چې دا کار هم بريالی نه شو.
د نيويارک ټايمز په وينا، «طالبان» پوه شوي وو، چې اړتیا نه لري امریکا په مستقیمه توګه ماته کړي؛ یواځې دومره کافي وه چې له امریکايي ځواکونو او ستړي شوي امریکايي ولس سره اوږده موده مقاومت وکړي، چې د وخت په تېرېدو د امریکا د جګړې د دوام سیاسي اراده کمه او جګړه یې وبایلله.
مقاله وايي، چې د ایران اوسنی وضعیت له افغانستان سره مشابهت لري؛ خو یو مهم توپیر دا دی چې د ایران په جګړه کې د امریکا لپاره حیاتي خطر او بیه د افغانستان په پرتله ډېره کمه ده؛ نو له جګړې څخه د وتلو لګښت یې هم باید نسبتاً کم وي.
د نيويارک ټايمز په خبره، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ټینګار کړی و، چې د ایران جګړه به د عراق او افغانستان په څېر نه وي؛ هغه یې چټکه، محدوده، وژونکې او پرېکنده بللې وه.
خو ایران د امریکايي بریدونو په ځواب کې د هرمز تنګي تړلو ته مخه کړه. د امریکا د پوځ لوړپوړو چارواکو وروسته ومنله چې یواځې هوايي بریدونه ښايي ایران مات نه کړي او حتی د هرمز تنګی به هم په بشپړه توګه بېرته خلاص نه کړي.


