Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»امریکا په افغانستان کې له خپلي ماتې هېڅ درس نه دی اخیستی
    افغانستان

    امریکا په افغانستان کې له خپلي ماتې هېڅ درس نه دی اخیستی

    عمران آغاعمران آغا31 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نيويارک ټايمز رسنۍ، په يوه مقاله کې ويلي، چې امريکا افغانستان کې له خپلې ماتې څخه هېڅ درس نه دی اخيستی او اوس دا دی د ایران شخړه په یو بل دومداره جنګ بدلیږي.

    مقاله لیکي، چې د افغانستان جګړه پنځه کاله وړاندې پای ته ورسېده؛ خو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته هغه مهمې وېرې چې د درېیو امریکايي ولسمشرانو د وتلو مخه یې نیوله، تر ډېره ناسمې ثابتې شوې او افغانستان د امریکا پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره په داسې مرکز بدل نه شو لکه څنګه چې یې اټکل کېده.

    نیویارک ټایمز د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره لیکي، چې که امریکا اوس په ایران کې له ورته اوږدې جګړې څخه د مخنیوي هڅه کوي، ولې له افغانستانه وتل دومره ستونزمن وو او د افغانستان تجربه د ایران لپاره څه درس لري؟

    د يادې رسنۍ په وينا، امريکا له افغانستان څخه په ۲۰۱۱ کال کې د وتلو یو مهم فرصت درلوده؛ خو امریکا بیا هم جګړه روانه وساتله او په پای کې داسې وخت راغی چې امريکا د «طالبانو» د بشپړ شکست پر ځای هڅه کوله امریکايي تلفات او مالي لګښتونه کم کړي او د افغان حکومت بقا وساتي چې دا کار هم بريالی نه شو.

    د نيويارک ټايمز په وينا، «طالبان» پوه شوي وو، چې اړتیا نه لري امریکا په مستقیمه توګه ماته کړي؛ یواځې دومره کافي وه چې له امریکايي ځواکونو او ستړي شوي امریکايي ولس سره اوږده موده مقاومت وکړي، چې د وخت په تېرېدو د امریکا د جګړې د دوام سیاسي اراده کمه او جګړه یې وبایلله.

    مقاله وايي، چې د ایران اوسنی وضعیت له افغانستان سره مشابهت لري؛ خو یو مهم توپیر دا دی چې د ایران په جګړه کې د امریکا لپاره حیاتي خطر او بیه د افغانستان په پرتله ډېره کمه ده؛ نو له جګړې څخه د وتلو لګښت یې هم باید نسبتاً کم وي.

    د نيويارک ټايمز په خبره، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ټینګار کړی و، چې د ایران جګړه به د عراق او افغانستان په څېر نه وي؛ هغه یې چټکه، محدوده، وژونکې او پرېکنده بللې وه.

    خو ایران د امریکايي بریدونو په ځواب کې د هرمز تنګي تړلو ته مخه کړه. د امریکا د پوځ لوړپوړو چارواکو وروسته ومنله چې یواځې هوايي بریدونه ښايي ایران مات نه کړي او حتی د هرمز تنګی به هم په بشپړه توګه بېرته خلاص نه کړي.

    مخکینۍ مقالهسپاه پاسداران وایي، په اردن کې مو د امریکا دوه هوايي اډې په بالستیک توغندیو ویشتي
    راتلونکي مقاله نن دوشنبه د قرغزستان پلازمېنه بشکيک‌ کې د شانګهای همکاريو سازمان سرمشريزه پيلېږي

    مربوطه لیکنې

    د معیار او کیفیت ادارې رئیس د غالۍ پلورونکو اتحادیې له غړو سره د ستونزو او معیارونو په اړه خبرې کړي

    30 اگست 2026

    افغان حکومت د هرات د علماوو شورا د رئیس مولوي محمد بشر پر مړینه خواشیني ښودلې

    30 اگست 2026

    پکتیا کې ۱۰۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې

    29 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 31 اگست 2026

    په نيپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې زر تنو ته رسېدلی او له ۲۵۰۰ ډېر کسان ورک دي

    راپورنه وايي، چې په نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰۳ ته…

    نن دوشنبه د قرغزستان پلازمېنه بشکيک‌ کې د شانګهای همکاريو سازمان سرمشريزه پيلېږي

    31 اگست 2026

    امریکا په افغانستان کې له خپلي ماتې هېڅ درس نه دی اخیستی

    31 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په نيپال کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې زر تنو ته رسېدلی او له ۲۵۰۰ ډېر کسان ورک دي

    31 اگست 2026

    نن دوشنبه د قرغزستان پلازمېنه بشکيک‌ کې د شانګهای همکاريو سازمان سرمشريزه پيلېږي

    31 اگست 2026

    امریکا په افغانستان کې له خپلي ماتې هېڅ درس نه دی اخیستی

    31 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،187 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،133 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،251 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.