د شانګهای همکاریو سازمان ويلي، چې ټاکل شوې نن دوشنبه د قرغزستان پلازمېنې بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) سرمشريزه پيل شي، چې د پاکستان او هند لومړي وزیران، د روسیې، چین ، ایران، ترکیې، تاجکستان او د غړو هېوادونو نور ولسمشران به په کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې دا دوه ورځنۍ غونډه به سبا د اګسټ لومړۍ نېټه، هم دوام وکړي.
د قرغزستان ولسمشر د سرمشریزې شعار “د سازمان ۲۵ کاله: د دوامدارې سولې، پراختیا او سوکالۍ ګډ مزل” ټاکلی دی او دې غونډه کې به په سیمه ییز امنیت، اقتصاد، اتصال او د سازمان په اړه بحث وشي.
د ازبکستان د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ په همدې حال کې ویلي، چې ازبکستان د شانګهای–افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ او غوښتنه کوي.
تاشکند افغانستان د مرکزي اسیا نه بېلېدونکې برخه بللې. او د دغه هېواد د ثبات او پرمختګ موضوع یې د شانګهای همکاریو سازمان د امنیتي همکاریو له مهمو برخو څخه ګڼلې ده.
دغه سازمان ۱۰ دایمي غړي، ۱۵ د خبرو اترو یا ډيالوګ شریکان (قطر، سعودي، امارات او نور) او دوه ناظر هېوادونه (افغانستان او منګولیا) لري.
تمه ده چې افغانستان په راتلونکي کې د دې سازمان د دايمي غړي په توګه ومنل شي.


