د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د لویو اقتصادي پروژو د مالي ملاتړ لپاره د صندوق جوړولو پر طرحې، د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویل کېدونکو نیمګړو پراختیايي پروژو د لومړیتوببندۍ او د بېکارۍ د کچې د راټیټولو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه غونډه د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه او د یادو موضوعاتو ترڅنګ پر یو شمېر نورو اقتصادي مسایلو هم خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راځي، چې د غونډې ګډونوالو د بحثونو له ترسره کولو وروسته د مطرح شویو موضوعاتو په تړاو لازم تصمیمونه ونیول.


