الجزيرې راپور ورکړی، چې د جنوبي لبنان پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي رژيم د پوځ هوايي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې دا بریدونه یې د حزب الله ډلې د دوو تازه ډرون بریدونو په غبرګون کې کړي او همداراز یې د “عربصالیم” سیمې اوسېدونکو ته د سیمې تخليې خبرداری ورکړی دی.
د ۲۰۲۳ کال راهیسې په لبنان کې د اسراییلي بریدونو له امله ټولټال ۸۹۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰۵۹۵ نور ټپیان شوي دي.


