د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بامیان ولایت په غلغله هوټل کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو، چې موخه یې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو ملاتړ، د بازار موندنې پیاوړتیا او د صنعتکارانو او پانګهوالو هڅول دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه درېورځني نندارتون کې نږدې ۱۰۰ غرفې جوړې شوې، چې پکې صنعتي او سوداګریز محصولات، لاسي صنایع، غالۍ، لبنیات، د پاکولو مواد، وچې مېوې او بېلابېل خدمات نندارې ته وړاندې کېږي.


