سپوتنیک روسي رسنۍ د ولادیمیر پوتین د مرستیال، يوري اوشاکوف له قوله خبر ورکړی، چې امریکا باید د اوکراین د ناورین د چټک هواري لپاره، له کیېف سره هر ډول مرسته بنده کړي.
یوري اوشاکوف، دغه څرګندونېله یوه روسي خبریال سره په خبرو کې مطرح کړي او زياته کړې یې ده، چې له اوکراین څخه د امريکا او اروپا بې دریغه ملاتړ د جګړې د پای ته بلکې لا دوام او ژوروالي لامل کېږي.
اوشاکوف ويلي، چې امریکا د مارکو روبیو لخوا یاده شوې لاره نقشه (روډ مېپ/دورنما) روسیې ته نده ښودلې.


