د الجزایر بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې له متحده عربي اماراتو سره یې هر ډول رسمي او ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې.
الجزایر ويلي، دا پرېکړه يې د اماراتو دښمنانو اقداماتو له امله کړې ده. د الجزایر چارواکو د اماراتو سفیر ته د هېواد پرېښودو لپاره ۴۸ ساعتونه مهلت ورکړی او خپل هوايي حریم يې د اماراتو ټولو پوځي او ملکي الوتنو پر مخ تړلی دی.
له بلې خوا، د اماراتو بهرنیو چارو وزارت د الجزایر پر دې پرېکړه خپګان ښودلی، خو هیله یې ښودلې چې دا به یوه موقتي پرېکړه وي او د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ به د ورورولۍ اړیکو ته زیان ونه رسوي.
د اماراتو ولسمشر سیاسي سلاکار انور قرقاش هم ویلي، چې ډیپلوماټیکې اړیکې باید د حواسو، روښانه لید او متقابلو ګټو پر بنسټ پرمخ یووړل شي، نه دا چې له کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام اړولو لپاره ترې کار واخیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د الجزایر او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې له پخوا راهیسې د یو شمېر سیمه ییزو او سیاسي مسایلو له امله ترینګلې وې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه یوه له اسرائیل سره د اړیکو عادي کول دي.
متحده عربي امارات د ابراهیمي تړون ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې الجزایر له دغه بهیر سره مخالفت لري.
همداراز، متحده عربي امارات په لوېدیځه صحرا کې د مراکش له دریځ څخه ملاتړ کوي او هلته یې قونسلګري هم پرانیستې ده، خو الجزایر بیا د پولیساریو جبهې ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې هم د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون، متحده عربي امارات سیمه کې پر منفي او خونړیو لاسوهنو تورن کړی و.


