د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له مرکزي، جنوبختیځ او ختیځ زونونو څخه یې د ۶۶۰.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه تر راټولولو، دقیقې شمېرنې، ارزونې او کنټرول وروسته سوځولي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد بانکنوټونه د دغه بانک د دویم مرستیال ملا محمد آخند په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې سوځول شوي او د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه پکې شامل وو.
د بانک د معلوماتو له مخې، مندرس بانکنوټونه وخت په وخت له بازار څخه راټولېږي، پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته عرضه کېږي او راټول شوي زاړه بانکنوټونه له منځه وړل کېږي.


