پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې پاکستان د تېلو او دولتي لګښتونو د کمولو لپاره د دولتي موټرو د تېلو سهم کم کړی او د نوو موټرو پېر او بهرني سفرونه یې منع کړي دي.
دغو تدابیرو کې د رسمي مېلمستیاوو د بندولو او د ځینو دولتي توکو د پېر مخنیوی هم شامل دی.
دا پرېکړه په داسې مهال کېږي چې په سیمه کې کړکېچونو د تېلو او ګازو پر اکمالاتو اغېز کړی او بیې لوړې شوې دي.
پاکستان د موټرسایکلونو، رکشو او کوچنیو موټرو مالکانو ته پر هر لیټر تېلو ۱۰۰ کلدارې مرسته هم پیل کړې ده.


