په نورستان کې د تش په نوم آزادۍ جبهې له خوا د پاکستاني پوځي رژیم په ملتیا وروستۍ نښتې او ماتې هغه تحلیلونه دقیق ثابت کړل، چې دغه ډله نیابتي ده، برنامه یې ناکامه او ډله یې د ژورو اختلافاتو کوربه ده. یاسین ضیاء د داسې ماشیني ډګروالانو او افسرانو په وسیله جګړه مدیریت کوي، چې هغوی وړاندې هم د جګړې په ډګر کې کومه ملموسه لاسته راوړنه نه درلوده او همېشه یې پر تېښتې تکیه کړې وه.
نورستان په طبعي ځنګلونو پوښلی ولایت دی، درې او پېچلې لارې لري، خو د پاور بانک جبهې کم سِنه قوماندانانو بې تجربې، ناخبره او غولول شوي ځوانان دې سیمې ته د جګړې لپاره را ولېږل، د آی ایس آی په ملګرتیا یې لارې – لیکې ورته ښودلې، خو کله چې یې قوماندان پوه شول چې د جګړې ډګر سخت دی او دوی به حتمي ماتې خوري، نو سمدلاسه له سیمې وتښتېدل او د پوځي رژیم کمپونو ته یې پناه یووړه.
د تش په نوم آزادۍ جبهې دغه ماتې، د یادې ډلې دننه د بې کفایتۍ بېلګه هم نندارې ته وړاندې کړه. فضل ربي خنجاني او صفي الله محمدي چې په چترال کې د پاور بانک جبهې له اړخه مسؤلین دي، خپلې ډلې ته یې شرموونکې ماتې ور په برخه کړه؛ دا ماتې دومره شرموونکې وه، چې یادې ډلې انکار وکړ او ادعا یې وکړه چې نیول شوي کسان د دوی اړوند نه دي.
بل خوا د تش په نوم آزادۍ جبهې په منځ کې له دې سره یو لړ اختلافات رامنځ ته شول، چې ډېر په شدت پر مخ تلل، مګر کله چې د پوځي رژیم استخباراتو د دوی په منځ کې مداخله وکړه او په مستقیم ډول یې د دوی اختلاف د مؤقت وخت لپاره حل کړ، د یادې ډلې اړوند یې دا تائید کړه، چې خپلو پرېکړو، ملګرتیا، دښمنۍ او فعالیتونو کې هم خپلواک نه دي، بلکې اوس به د نیابتي عسکرو په څېر د آی ایس آی اطاعت کوي او یاسین ضیاء یوازې د ډلې یو سمبولیک مشر دی.
دا د افغان حکومت د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه پاور بانک جبهې د ضعف او ناکامۍ ستر علتونه دي، چې برنامې، دوستي، دښمني، راتلونکي او هر څه یې نور ورته ټاکي، پخپله نه د دې ظرفیت لري چې څه وکړي او نه یې اوس څوک پرېږدي چې د پردو په نیابت له جنګېدو پر شا شي؛ دوی پلورل شوي دي، داسې چې بیا به د ابد لپاره د پردو له احسانونو خلاص نه شي. اصلاً دغه ډلې هیڅ راز مشروعیت نه لري، ځکه خو یې د واک ترلاسه کولو په تمه د ازلي دښمن نیابت ته غاړه ایښې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


