د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې پر هلمند او کونړ د پاکستان پوځي رژیم د تېر شپې بریدونه له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د دغو اقداماتو په اړه باید حساب ورکړل شي.
بېنېټ په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبلې ته په اشارې ویلي: «ایا دا د بېکفایتۍ، بېغورۍ او که تر دې د کوم بد حالت پایله ده؟»
هغه ټینګار کړی چې د بریدونو او ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه حساب ورکول اړین دي.


