په دې وروستیو کې د هېواد په دوو بېلابېلو سیمو کې داسې پېښې وشوې چې د ټولنې ارامه فضاء یې څو ورځې له ترینګلتیا او نښتو سره مخ کړه، د خلکو ذهنونه یې پرېشان کړل. په مقابل لوري کې د دې ناارامۍ رامنځته کوونکي او تر دې مهمه دا چې د داسې پېښو اصلي مسبب او عاملین څوک دي؟
د بدخشان، شمال او غرنیو سیمو له پېښو چې تېر شو، نورستان او شاوخوا سیمو ته رسېږو چې له وسله والو سره د نښتو ډګر وګرځېد. دا کسان له غرونو او د کرښې له هغې غاړې راکوز شوي او د هېواد د ملي امنیت پر ضد درېدلي وو. دا یوه ناپوهه او تورنه ډله وه چې په یوه پټه لوبه، پټ چل او یوه تجربه شوې کنده کې راګیر شوي وو.
په حقیقت کې، دا د یوه داسې هېواد د کینې او حسد نښې له ځان سره لري چې تل یې افغانستان ته له بره څخه ټیټ کتلي، همېشه یې داسې انګېرلې چې افغانستان ورته محتاج او اړمن دی او د هغه له مرستې او اړیکو پرته نه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي او خپل ثبات وساتي.
په افغانستان کې د ولسي واکمنۍ له رامنځته کېدو، د رښتینې او بشپړې خپلواکۍ او آزادۍ له ترلاسه کولو سره، د دې شوم هېواد ټولې نقشې له خاورو سره خاورې شوې. د افغانستان د محتاج او اړمن انځور په اړه یې تصور او باور بدل شو او دې یقین ته ورسېد چې اوس افغانستان چمتو نه دی په هره بیه له خپلو ګټو تېر شي او د هغوی غوښتنو ته غاړه کېږدي.
همدې ګڼو لاملونو د پاکستان مشران دې ته وهڅول چې له یوې خوا د افغانستان پر وړاندې خپله ناپاکه اراده څرګنده کړي او د افغانستان د شاته تګ لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي؛ بل لوري ته له هغو ناکامو او زړو مهرو ګټه واخلي چې د افغانستان په تېر اشغالي حکومت کې یې د دې هېواد په سیاسي او اقتصادي برخو کې رول درلود، خو د واکمنۍ له بدلون سره له صحنې وایستل شول، اوس بې پناه او بې ملاتړه په پردېسۍ کې سرګردانه دي.
د دې وسله والو، خو نابلدو او غولول شویو کسانو شتون د دوو مکارو لوریو د همکارۍ او لاس یو کولو کیسه کوي: یو لوری د خپلو دی او بل یې له ګاونډیانو؛ دا دواړه لوري د رغونې او پرمختګ له ډګر څخه د افغانستان د شاته تمبولو لپاره له هېڅ هڅې او کوښښ څخه ډډه نه کوي.
د نورستان پېښې د هغه شومې ژمنې او ناکام تړون نیمګړی روایت دی چې په لومړي پړاو کې شنډ شو او تر بریا ترلاسه کولو وړاندې د امنیتي او سرحدي ځواکونو د ځواکمن سیلاب پر وړاندې له منځه ولاړ.
د جګړې په ډګر کې د حاضرو عاملینو له ماتې خوړلو سره، د قضیې په بل اړخ کې د ښکېلو لوریو ترمنځ بدګوماني او اختلافات رامنځته شول. هر لوري د ماتې پړه د بل پر غاړه واچوله او هېڅ یوه یې د ماتې پایله ونه منله.
په دې منځ کې باید هېر نه کړو چې د افغانستان د ځواکمنو او ژمنو چارواکو هوښیاري، بیداري او پوهاوی دی چې هر ناسم او اشتباه عمل ته ځپونکی ځواب ورکوي، د هر چا، لوري او جهت له هر ګواښ سره په پرېکنده ډول مقابله کوي، پیاوړی ځواب ورکوي، هېڅ ډول تېري او یرغل ته اجازه نه ورکوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


