Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ افغان حکومت د وقایوي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی
    افغانستان

    د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ افغان حکومت د وقایوي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

    عمران آغاعمران آغا13 اکتوبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې په کابل کې د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځله، چې په مناسبت یې د افغان حکومت د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په پیغام کې د وقایوي پروژو پر پلي کېدو او د طبیعي پېښو د زیانونو پر کمولو ټینګار شوی دی.

    د دې ورځ د نمانځنې په مناستب د افغان حکومت د رئیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند په پیغام کې راغلي، چې د خطرونو پېژندنه او د وقایوي پروژو پلي کول د قدرتي پېښو د زیانونو په کمولو کې اغېزناک رول لري. نوموړي ویلي، چې قدرتي پېښې لا هم د افغانانو ژوند اخلي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

    د رئیس‌الوزرا په استازیتوب قاري عبدالستار سعید له ټولو هغو بنسټونو مننه کړې، چې له افغانانو سره یې مرستې کړې دي او غوښتي یې دي چې «له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي».

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم له نړیوالې ټولنې د اقلیمي بدلونونو د زیانونو کمولو لپاره د مالي او تخنیکي مرستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هوا پېژندنې عصري وسایل، د مخکینۍ خبرتیا سیسټمونه او وقایوي پروژې باید پیاوړې شي.

    له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي هم ویلي، چې د بشري مرستو ترڅنګ باید وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه په محدودې بودیجې ډېرې پایلې لري

    مخکینۍ مقالهسعودي عربستان د خپلو دفاعي سیسټمونو د ناکامۍ لاملونه څېړي
    راتلونکي مقاله اقتصادي کمېسیون د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره بیې ټاکلي

    مربوطه لیکنې

    پنجشېر کې له ۷ زره قیراطو ډېر زمرد په شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو پلورل شوي

    13 اکتوبر 2026

    اقتصادي کمېسیون د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره بیې ټاکلي

    13 اکتوبر 2026

    سعودي عربستان د خپلو دفاعي سیسټمونو د ناکامۍ لاملونه څېړي

    13 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 اکتوبر 2026

    پنجشېر کې له ۷ زره قیراطو ډېر زمرد په شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو پلورل شوي

    د پنجشېر ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاد ولایت…

    اقتصادي کمېسیون د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره بیې ټاکلي

    13 اکتوبر 2026

    د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ افغان حکومت د وقایوي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

    13 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې له ۷ زره قیراطو ډېر زمرد په شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو پلورل شوي

    13 اکتوبر 2026

    اقتصادي کمېسیون د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره بیې ټاکلي

    13 اکتوبر 2026

    د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ افغان حکومت د وقایوي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

    13 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.