هندوکش غږ ته سرچينې وايي، چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو رئیس په یوه رسمي سفر افغانستان ته راغلی او د افغانستان د استخباراتو له رئیس مولوي عبدالحق وثیق سره یې کتلي دي.
معلومات ښيي، چې په دې لیدنه کې په مهمو موضوعاتو خبرې اترې ترسره شوي دي.
ياده دې وي، چې روسيه يواځينی هېواد دی چې افغان حکومت یې په رسميت پېژندلی او له افغانستان سره د د لوړې کچې سياسي او ډيپلوماتيکې اړيکې پالي.


