خلک د حکومتونو اصلي ملاتړي او د دولتونو تلپاتي همکاران بلل کېږي. هېڅ یو هېواد له خپل ولس پرته نه شي کولای پر خپل ځای ټینګ او ځواکمن پاتې او په سیاست کې رغنده رول ولوبوي.
هر هغه حکومت چې له خلکو سره په تعامل کې بریالی عمل وکړي، د هغوی مشروع غوښتنې او اړتیاوې پوره کړي، کولای شي خپل موجودیت وساتي، خپل ژوند ته دوام ورکړي او په تاریخ کې تر شا تلپاتی نوم او نښه پرېږدي.
برعکس، که هره سیاسي او پوځي کتله له خلکو سره جوړجاړی پرېږدي او یوازې پر هغوی د فشار راوړلو له لارې د خپل واک د ساتلو هڅه وکړي، په پای کې له نابودۍ سره مخ کېږي، د ادارې بنسټونه یې نړېږي او په پایله کې به د ستاینې وړ نوم او نښه و نه لري.
په وروستیو کلونو کې چې په افغانستان کې څه پېښ شوي او اشغال پلوه واکمنانو له دې ولس او هېواد سره څه کړي، د هماغه تحمیل او فشار کیسه وه؛ تر دې چې همدې ټولګې د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې ورنه شو کولای خپل ولسي بنسټونه ټینګ کړي او د ملت په منځ کې سرښندونکي پلویان پیدا کړي.
د هغوی د واکمنۍ په پای کې د ماتې، تېښتې او بې ځایه کېدو لامل همدا د ولسي ملاتړ نه شتون و. دا ولس لا هم په دې خاوره کې اوسېږي، خو هغه منفوره کتله، د شرم او چټلتیا د داغونو په څېر، پاکه او له منځه یووړل شوه.
همدا (عام) خلک وو چې له اوسني حکومت سره یې پرله پسې همکاري او مرسته وکړه، په دیني او ملي دریځونو کې له هغوی سره څنګلوري او همغږي شول، څو چې اوسنی آزاد افغانستان رامنځته شو.
په دې حساب، د تښتېدلو مخالفینو له لوري دا ادعا چې ګواکې د خلکو ملاتړ ورسره دی او یا دا چې خپل ولسي بنسټ پیاوړی کوي، څرګند دروغ په او ښکاره ناحقه ادعا ده.
که انصاف په پام کې ونیسو، هغه ډله چې کلونه کلونه یې د دې ملت وینه زبېښله او د هغوی د دوستانو ژوند یې واخیست، څنګه تمه لري چې هماغه خلک به بیا ورسره ملګري او همغږي شي، د داسې یوه هیله بښونکي وضعیت پر ضد به پاڅون وکړي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي او تر دې وړاندې داسې مناسب حالت نه دی تجربه شوی؟
تښتېدلي مخالفین، دا چې نور د پناه اخیستو ځای، د حضور لپاره دلیل او د تکیې لپاره ملاتړی نه لري او تر بل هر وخت زیات په بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي، اړ دي چې هر ډول وهم او خیال ته لاس واچوي او په رسنیو کې یې خپاره کړي، څو لږ تر لږه په همدې حالت کې خپل بې اغېزې موجودیت ته دوام ورکړي.
له دې پرته، د دې ملت دریځ د هغوی په اړه روښانه او څرګند دی. هېڅوک چمتو نه دي چې یو ځل بیا د هغوی د ملاتړي او پلوي په توګه راڅرګند شي او د تېرې تورې دورې د تجربې د تکرار په لټه کې اوسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


