Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې
    تبصرې

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    عمران آغاعمران آغا24 اکتوبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په نږدې موده کې د تش په نوم مقاومت جبهې قوماندان، لکه حسیب قوای مرکز، شمس، بابه او اوس بیا میرویس، د وژنې د یوې لړۍ برخه وو، چې دا لړۍ به څومره دوام او پرمختګ وکړي، معلومه نه ده، خو دا حقیقت یې په ډاګه کړ چې دا هر څه د دغه تش په نوم جریان له بې کفایته رهبرۍ، ناکام مدیریت، پټو معاملو، ژورو داخلي اختلافاتو او ګڼو نورو ستونزو څخه سرچینه اخلي. د دې پرله پسې درنو تلفاتو عاملین غواړي په لوی لاس د پردیو زامن د تباهۍ کندې ته ور ټېل وهي.

    که یو خوا پام وکړو، نو دا ټول قوماندانان او ورسره ملګري یې په داسې حال کې هېواد ته د بې‌ ثباتۍ، ناامنۍ او فتنو خپرولو په تکل راغلي وو، چې د خاورې د دفاع اصیلو، بیدارو او ځواکمنو بچیانو یې په وړاندې مخکې له مخکې غوڅ او پرېکنده اقدامات پلان کړي وو. د مخالفینو د همدغو ناپاکو نیتونو په غبرګون کې، امنیتي او استخباراتي ځواکونو دښمن ته داسې ضربه ورکړه، چې د هغوی ټول شوم پلانونه په اوبو لاهو شول.

    خو بل خوا خواشینوونکې او په عین حال کې د عبرت وړ خبره دا ده چې دغه غولېدلي قوماندان او نور ځوانان د یوه داسې میراثي مشر(احمد مسعود) د تشو خیالاتو لپاره قرباني شول، چې د جګړې په عملي ډګر کې یې د قربانۍ پر ځای، د اروپا له مجللو کورونو او نورو بهرنیو استخباراتو له مېلمستونونو څخه په خوندي ډول د آنلاین خواخوږیو بازار تود ساتلی دی. د میدان پر سر د پردیو زامنو د سرونو قرباني او د رهبرۍ په برخه کې بیا یوازې د احمد مسعود د مجازي خواخوږۍ اعلامیو په ډاګه کړه چې دغه قوماندانان د یوې کورنۍ او انحصاري ډلې د بقاء لپاره د قربانۍ پسونه ګرځول شوي دي او بس!

    یو تریخ او دردونکی حقیقت دا دی چې د دغه هرې مرګ ژوبلې ګټه یوازې د احمد مسعود د کورنۍ جبهې او ځینو بهرنیو او سیمه‌ ییزو استخباراتي شبکو ته رسېږي. هغو استخباراتي کړیو چې په تېرو څو لسیزو کې یې هېڅکله د افغانستان د آبادۍ، سولې او ثبات په برخه کې ښه نیت نه درلود، تل یې د افغانانو له وینو څخه د خپلو منحوسو اهدافو د پوره کولو لپاره کار اخیستی دی او لا هم په ډېرې بې شرمۍ سره دغه تګلارې تعقیبوي.

    نور باید د دغه خیالي ډلې پاتې غړي او هغه ځوانان چې د احمد مسعود د کورنۍ جبهې او استخباراتي اجیرانو په خرافاتو او پروپاګند غولېدلي دي، د دې زهرجنې او ناکامې لوبې اصلي ماهیت درک کړي. افغان ولس نن په ارامۍ، امنیت او خپلواکۍ کې ژوند کوي، د بې‌ ثباتۍ او ورانکارۍ هېڅ ډول هڅه نه شي زغملای او پر وړاندې یې تر ټولو کلک او غوڅ دریځ لري. تاریخ په ډاګه کړې ده چې د افغان مؤمن ملت د ارادې پر خلاف شومې استخباراتي پروژې موخو ته نه شي رسېدلی؛ د دې خاورې اصلي مالکان به هېچا ته هم اجازه ورنه کړي چې د دوی آزادي، امنیت او ثبات د پردیو موخو قرباني شي.

    مخکینۍ مقالهایران پاکستان ته د ګازو صادرات ودرول
    راتلونکي مقاله غزه کې د اوربند له پیل راهیسې اسرائیلي رژيم له ۱۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهيدان کړي

    مربوطه لیکنې

    بلوچستان کې د شر او فساد ډلو د یوه مهم مشر د کور د ساتونکو قومندان وژل شوی

    19 اکتوبر 2026

    نورستان کې د پاور بانک جبهې او پوځي رژیم ناکامې محاسبې

    27 سپتمبر 2026

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    26 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 24 اکتوبر 2026

    غزه کې د اوربند له پیل راهیسې اسرائیلي رژيم له ۱۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهيدان کړي

    د بښنې نړیوال سازمان، نړیواله ټولنه د اسرائیلو د حساب ورکولو په برخه کې پر…

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    24 اکتوبر 2026

    ایران پاکستان ته د ګازو صادرات ودرول

    24 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    غزه کې د اوربند له پیل راهیسې اسرائیلي رژيم له ۱۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهيدان کړي

    24 اکتوبر 2026

    د استخباراتي لوبو ماتې؛ د میراثي رهبرۍ او انحصاري جبهې ترخې پایلې

    24 اکتوبر 2026

    ایران پاکستان ته د ګازو صادرات ودرول

    24 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.